هغه څلور محصلان چې وسلهوالو طالبانو په غور کې تښتولي وو، پرون دوشنبه ماښام خوشې شول.
په دوی کې دوه د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ او دوه د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ اوسېدونکي دي او ازادي راډیو تهیې ویلي چې وسلهوالو طالبانو د هزارهګانو په نوم تښتولي وو.
د غور د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي چې دا څلور تنه تقریباً دوه میاشتې مخکې د دې ولایت دولتیار ولسوالۍ ته نېږدې د کابل پر لاره تښتول شوي وو.
یو محصل محمد ازادي راډیو ته ویلي چې وسلهوالو طالبانو یې له کورنۍ پيسې غوښتې وې او پلار تهیې خبر ورکړی و چې د خپل زوی د وزن د هرې کېلو په بدل کې يې شل زره افغانۍ ورواستوي.
د ازادي راډيو خبریال وايي، وسلهوالو طالبانو څو ورځې وړاندې یو برمته تېر باران کړ.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.