ننګرهار چارواکي: داعش پچیراګام کې ۱۰ ولسي وګړي وژلي

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د اسلامي دولت په نوم وسله‌والې ډلې یا داعش لږ تر لږه لس تنه ولسي وګړي وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، په ‎دې کسانو کې قومي مشران او عادي کلیوال شامل و.

دا نه‎ده څرګنده شوې چې داعش ولې په پچیر اګام کې دا وګړي په نښه کړي دي.

د چارواکو په وینا، داعش د هسکې مېنې، کوټ، پچیراګام او اچین په غرنیو سیمو کې فعالیت لري.