غزني والي: د غزني د سقوط پلان شنډ شو 

د غزني والي وايي چې د دې ولایت د سقوط پلان شنډ شو.

عبدالکبیر متین پرون دوشنبه ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې وسله‎والو طالبانو د پنځو ولایتونو د سقوط پلان جوړ کړی و چې غزني هم په‎کې و خو د پوځي عملیاتو په پایله کې یې پلان شنډ شو.

د هغه په وینا، د غزني په اندړ، قره‌باغ، ګیرو، ده‎یک او واغظ ولسوالیو کې د "سلطان" په نوم پوځي عملیات د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېدل چې په ترڅ کې یې وسله‎والو طالبانو ته زیات تلفات رسېدلي دي.

هغه د امنیتي ادارو په حواله وویل، د "سلطان" عملیاتو پر مهال په جګړه کې د غزني طالبانو ډېر ګډون نه‎دی کړی او تر ډېره حده له پاکستانه ورغلي وسله‎وال جنګېدلي دي.

د غزني والي زیاته کړه چې هلته قومي مشران او ولسي خلک پوهېدلي چې روانه جګړه د افغانانو نه‎ده بلکې له بهره تحمیل شوې ده.