عراقي ځواکونه موصل کې سنګرونه پیاوړي کوي

عراقي ځواکونه او کرد پېشمرګه جنګیالي په موصل کې له یوې اوونۍ پوځي عملیاتو وروسته نن د دې ښار په درېيو اړخونو کې خپل سنګرونه پیاوړي کوي.

دوى په تېره یوه اوونۍ کې له داعش ډلې څخه د موصل د جنوب، ختيځ او شمال ځينې کلي او ښارګوټي ونيول.

موصل د داعش وروستى مهم مرکز ګڼل کېږي، د عراق دولتي ځواکونو له پېشمرګه جنګياليو سره چې پرون‌یې د شمال ختيځ اته کلي ونيول او د موصل نهه کېلو مترۍ ته ورسېدل، ګډ عملیات کوي.

په دې اړه د عراق د پوځ یوه قوماندان جنرال عبدالوهاب سعيدي د جګړې له لومړۍ کرښې څخه ازادي راډيو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل:

"داعش ډلې ته اوښتي زیانونه لسګونو ته رسېدلي، له پېشمرګه جنګیالیو سره چې په لومړۍ کرښه کې له موږ سره په ګډه جګړه کوي، ډېره ښه همغږي روانه ده."

په همدې حال کې د عراقي کردانو د خودمختارې سيمې مشر مسعود بارزاني د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر ته ويلي چې پېشمرګه ځواکونو د موصل د شمال ختيځ بعشيقه ستراتيژيک ښارګوټی هم نیولی دی.