"RSF"روان کال افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال یاد کړ

د بې‌سرحده خبریالانو سازمان یا "RSF" په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

په دغه سازمان کې د افغانستان او ایران برخې مسؤل رضا معیني نن ازادي راډيو سره په خبرو کې روان میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال یاد کړ.

ښاغلي معیني زیاته کړه:

"د روان میلادي کال له پیله تر اوسه له موږ سره د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو له پنځوسو ډېرې قضیې ثبت شوې دي چې دغه تاوتریخوالی او ګواښونه یوازې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا نه‌دي شوي بلکې په دې کې سیمه‌ییز او حکومتي چارواکي او ان د هغوی ساتونکي هم ښکېل دي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تازه پېښه کې څه موده وړاندې په زابل کې افغان خبریال محمد یعقوب شرافت د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا ووژل شو او د پېښې عاملین له سیمې په تېښته بریالي شول.