د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ګېډورې په سیمه کې د اوبو د یو سربند کانال او د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ د شوبيخېلو او دورنامیو په سیمو کې د ۳۳۰ مترو په اوږدو د استنادي دېوال د جوړولو چارې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
د خوست والي حکم خان حبیبي د نادرشاه کوټ د المرې کلي په سیمه کې د دواړو پروژو د کار د پرانیستنې پر مهال ازادي راډیو ته وویل چې یادې پروژې د مخدره توکو پر ضد وزارت په چوکاټ کې «جي، پي، ای» څخه پلي کېږي چې په بشپړېدو سره بهيې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په سیمه کې څلور زره جریبه للمي ځمکه اوبیزه شي.
ده زیاته کړه، دوهمه پروژه د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ د شوبيخېلو او درنامیو په سیمه کې د سربند کانال او اوږده استنادي دېوال جوړېدل دي چې ورسره به هغه سلګونه جریبه ځمکه چې د خوړونو او سېلابونو له ګواښ سره مخامخ ده، وژغورل شي.
د خوست والي زیاته کړه:
"دا دوه پروژې یوه هم د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې د سربند کانال او استنادي دېوال پروژه ده چې د ۶۲ متره په عرض باندې سربند لري، ۲۲۰ متره د کانال دواړه خواوو ته استنادي دېوالونه جوړېږي او څلور زره جریبه ځمکه به د دغه کانال او سربند په جوړېدو سره خړوبه شي، دوهمه پروژه چې هغه د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ د شبوخېلو او درنامیو کلیو د استنادي دېوال پروژه ده چې ټولټال د ۳۳۰ متره په اوږدوالي سره به استنادي دېوال جوړېږي او په دې سره به هم سلګونه جریبه ځمکه خړوبه شي."
دا په داسې حال کې ده چې د خوست چارواکو په وینا دا ځل د متوازن انکشاف اصل ته په کتو هڅه کوي چې په ټولو ولسوالیو او سیمو کې د خلکو اړتیاوو ته په کتو پروژې تشخیص او وروستهيې په ترتیب سره یوه په بله پسې عملي کړي.