کندز چارواکي: لا هم طالبان د کندز ښار څنډو کې فعالیت کوي

د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي ادعا کوي چې لا هم طالبان د کندز ښار په څنډو کې فعالیت کوي.

د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني نن ازادي راډیو ته وویل چې اوس هم کندز ښار ته د طالبانو د بیا راتګ وېره شته.

ښاغلی رباني وايي:

"هغه سیمې چې یې له لاسه وتلې نه‌نیسي او جدي اقدام نه‌کوي څو د کندز ښار اوسېدونکي د درېیم ځل لپاره د کندز د سقوط له وېرې څخه په امان کې وي."

طالبانو څو اوونۍ وړاندې د دوهم ځل لپاره د کندز ښار ځینې سیمې ونیولې خو وروسته د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې بېرته طالبان له ښاره په شا شول.

خو د کندز سیمه‌ییز چارواکي بیا د وکیلانو ادعاووې ناسمې بولي.