دفاع وزارت: د امنیتي ځواکونو رهبرۍ کې تر ډېره ستونزې حل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې یې تر ډېره ستونزې حل شوې دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې د مشکلاتو هواري عملاً د جګړې په ډګر کې پر افغان ځواکونو مثبت اغېز کړی دی.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"دا په دې معنی نه‌ده چې موږ هېڅ مشکلات نه‎لرو، تر هغه ځایه چې موږ مشکلات ګورو د حل لپاره‌یې موږ ټولو چمتووالی نیولی او په راتلونکي کې صفر ته د مشکلاتو د راټیټولو لپاره جدي اراده موجوده ده."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د افغان ځواکونو په رهبرۍ کې د ستونزو له کبله اندېښه ښودلې ده.

نېکلسن له «اېن، بي، سي» ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د افغان ځواکونو د درنې مرګ ژوبلې یو عمده لامل په بېلابېلو برخو کې د دوی رهبرۍ ته ورګرځي.