د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وایي، تر هغې چې په هېواد کې د مخدره موادو د خرڅوونکو مخه ونهنیول شي، د معتادینو د درملنې لپاره هڅې بېګټې دي.
فیروزالدین فیروز نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې دا مهال په افغانستان کې مخدره موادو ته لاسرسی ډېر ساده کار دی.
د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې له درې میلیونو څخه ډېر کسان په مخدره موادو روږدي دي.