مالیې وزارت له «USAID» سره یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

د امریکا د مرستو نړیواله اداره یا «یو، اېس، اې، ای، ډي» له افغان حکومت سره د ۷۹۱ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تفاهم‎لیک لاسلیک کړ.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن په کابل کې په ‎دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغې پېسې نېږدې پنځوس سلنه‌یې د حکومت د بودجې له لارې په بېلابېلو برخو کې لګول کېږي.

په ورته وخت کې د امریکا د نړیوالې پراختیایې ادارې استازي هربریت سمېت د دغه تفاهم‌لیک د لاسلیک پر مهال وویل چې دغه پیسې په بروکسل کنفرانس کې د امریکا د ژمنو یوه برخه ده.