ولسي جرګې یو شمېر چارواکي استجواب کړل

د افغانستان ولسي جرګې په دغه هېواد کې په مخدره موادو د روږدو کسانو د زیاتېدو په تړاو یو شمېر چارواکي استجواب کړي دي.

دغې جرګې ته دا مهال د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي وینا کوي.

دې غونډې ته همدارنګه د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظیمي او د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم استجواب شوي دي.

ولسي جرګې دغه چارواکي وروسته له هغه غوښتي چې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت تېره ورځ وویل چې په روان کال کې د کوکنارو د کښت په برخه کې لس سلنه او د مخدره موادو د تولید په برخه کې ۴۳ سلنه زیاتوالی راغلی.