د لښکرګاه په درېیمه حوزه کې افغان ځواکونو عملیات پیل کړي

د لښکرګاه په درېیمه حوزه بولان کې د افغان ځواکونو له‎خوا عملیات پیل شوي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان برید جنرال ولي محمد احمدزي په یوه خبري ناسته کې وویل، د لښکرګاه په لوېدیځ کې يې د چاه انجیر او باباجي په طرف په څو استقامتونو کې عملیات پیل کړي دي.

احمدزي وویل، د قهر میوند په نوم عملیاتو کې افغان ځواکونو نېږدې اووه کېلو متره پرمختګ کړی دی.

د قول اردو قومندان زیاته کړه، دغه عملیات به تر هغه دوام وکړي چې د لښکرګاه په مربوطاتو کې د وسله‎والو طالبانو فعالیتونه پای ته ورسېږي.

تر اوسه د دې عملیاتو په ترڅ کې د دواړو غاړو د تلفاتو په اړه کره معلومات نه‌دي ورکول شوي.

د پولیسو یوې سرچینې ازادي راډیو ته د نوم نه‌ښودلو په شرط وویل چې د لښکرګاه بشران سیمه کې درنه جګړه روانه ده او تر اوسه پرمختګ نه‌دی شوی.

د قهر میوند په نوم عملیات دوه ورځې وړاندې پیل شوي دي چې د لښکرګاه په دوهمې او درېیمې حوزو کې يې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.