افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن وايي، د افغان ځواکونو درنو تلفاتو سخت اندېښمن کړی دی.
نوموړي د یکشنبې په ورځ «اېن، بي، سي» ټلوېزیوني شبکې ته ویلي تېر کال افغان ځواکونو درنه مرګ ژوبله ګاللې او سږ کال هم د دوی مرګ ژوبله د تېر کال هومره او یا له هغې هم یو څه زیاته ده.
دې امریکايي جنرال ویلي، د دې درنې مرګ ژوبلې یو مهم علت په بېلابېلو کچو د مشرتابه ستونزې دي.
نوموړي ویلي دا ستونزې تر ډېره په افغان پولیسو او کمې په افغان ملي اردو کې موجودې دي.
افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت قوماندان د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په مشرتابه کې پر ستونزو سربېره، افغان سرتېرو سره د مهماتو او نورو اکمالاتو د کمي ستونزه هم د دوی د درنې مرګ ژوبلې سبب بللې ده.
افغانستان کې د ناټو قوماندان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې افغان ځواکونه په بېلابېلو ولایتونو کې له وسلهوالو طالبانو سره په درنو او خونړیو جګړو بوخت دي.
بلخوا په افغانستان کې دې لوړپوړي امریکايي قوماندان ویلي چې د داعش وسلهواله ډله په افغانستان کې د خلافت د جوړولو هڅه کوي.
جنرال نېکلسن د یکشنبې په ورځ د «اېن، بي، سي» نیوز ټلویزوني شبکې ته په ځانګړې مرکه کې وویل، د داعش ډله دا مهال ډېره هڅه کوي چې په افغانستان کې د خراسان په نوم خلافت جوړ کړي.
د جنرال نېکلسن په وینا، امریکا په افغانستان کې د داعش په لیکو کې تر ډېره بهرني جنګیالي په ځانګړي توګه د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي لیدلي چې د خراسان د اسلامي دولت په نوم له دې ډلې سره یوځای کېږي.
ده ویلي چې په دې ډله کې د پاکستاني طالبانو ځیني غړي هم شامل شوي.
خو د نېکلسن په وینا د خراسان اسلامي دولت ډله په بشپړه توګه د افغانانو لهخوا رد شوې ده ځکه چې د نوموړې په وینا د داعش ډلې فلسفه د افغانانو له کلتور سره په عمومي ډول اړخ نهلګوي.
په افغانستان کې دې امریکايي جنرال ویلي چې په وروستیو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو په مرسته د داعش ډلې ته د دې هېواد په ختیځ کې درانه زیانونه اړولي دي.