راپورونه وايي چې عراقي او کُرد ځواکونو د داعش له وسلهوالې ډلې څخه د موصل ښار د نیولو په عملیاتو کې پرون پرمختګونه کړي دي.
په عین وخت کې د داعش وسلهوالو پرون له موصله د پاملرنې د اړولو لپاره د لوېدیځ ولایت انبار په يوه سيمه کې بریدونه وکړل.
موصل په عراق کې د اسلامي دولت وسلهوالې ډلې وروستى مهم مرکز ګڼل کېږي.
له سیمې څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې د کُردانو پېشمرګه ځواکونو پرون د موصل په شمال ختیځ کې نوي بریدونه پیل کړل.
دوی ادعا کوي چې بعشیقه ښارګوټى یې له داعشه نیولی دی.
د عراق د ترورېزم ضد خدماتو ادارې يوه قوماندان ډګر جنرال عبدالوهاب السعيدي موصل ته نېږدې له خضر ښارګوټي چې د جګړۍ لومړۍ کرښه بلل کېږي، ازادي راډيو ته وويل:
"داعش ډلې ته تلفات اوښتي، ښايي شمېر بهيې لسګونو ته رسېږي. په حقيقت کې د عراق د کُردانو د پېشمرګه ځواکونو تر منځ بهترينه همږغي شته، دغه قواوې د جنګ په لومړۍ کرښه کې له موږ سره اوږه په اوږه فعاليت لري."
د کُردستان د نیمه خپلواکې ادارې مشر مسعود بارزاني د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر ته ویلي کردان د بعشیقه ښارګوټي په ازادولو بریالي شوي دي.
که د بعشیقه ښارګوټي نیول تائید شي نو دا په دې معنی ده چې موصل ته د عراقي ځواکونو د رسېدو له لارې یو خنډ لیرې شو.
له داعشه د موصل د نیولو عملیات یوه اوونۍ مخکې پیل شول.
په دغو عملیاتو کې د کُردانو پېشمرګه ځواکونه له شمال او ختیځه او د عراق حکومتي ځواکونه له جنوبه موصل ښار ته د پرمختګ په حال کې دي.