د قطر پخوانى امير شيخ خليفه بن حمد الثاني د څلور اتيا کلونو په عمر مړ شو.
د قطر دولتي رسنیو پرون ناوخته د دغه هېواد د پخواني امير د مرګ خبر خپور کړ.
دى په ١٩٩٥میلادي کال کې د خپل زوى لهخوا له واک څخه وپرځول شو.
د قطر امير شيخ خليفه په هغه کال په سويس کې په رخصتۍ و چې زوى يې ورباندې کودتا وکړه، خو په دې کودتا کې وينه تويه نهشوه.
د قطر اوسنى امير د مړ شوي امير لمسى، تميم بن حمد الثاني دى چې د خپل نيکه د مړينې له کبلهيې په خپل هېواد کې درې ورځنى ماتم اعلان کړى دى.