عراقي او د کُردانو پېشمرګه ځواکونو نن د موصل ښار په درېيو برخو کې سنګرونه نيولي دي.
دوى په تېرو دوو ورځو کې له داعش ډلې د دغه ښار په جنوب، ختيځ او شمال کې ځينې کلي او ښارګوټي ونيول.
د عراق په شمال کې پروت موصل ښار د داعش ډلې وروستى مهم مرکز ګڼل کېږي.
د کُردانو پېشمرګه جنګيالي او د عراق پوځيان چې د امريکا په مشرۍ د ائتلاف هوايي ملاتړ ورسره دى، په ګډه خپلې هڅې تنظيموي.
پېشمرګه جنګياليو پرون په شمال ختيځ کې اته کلي ونيول او ځانونهيې د موصل نهه کېلو مترۍ ته رسولي دي.
د عراق د ټرورېزم ضد خدماتو ادارې يوه قوماندان ډګر جنرال عبدالوهابالسعيدي موصل ته نېږدې د جګړې له لومړۍ کرښې ازادي راډيو ته وويل:
"داعش ډلې ته تلفات اوښتي، ښايي شمېر بهيې لسګونو ته رسېږي. په حقيقت کې د عراق د کردانو د پېشمرګه ځواکونو تر منځ بهترينه همږغي شته، دغه قواوې د جنګ په لومړۍ کرښه کې له موږ سره اوږه په اوږه فعاليت لري."
د عراقي کردانو د خودمختارې سيمې مشر مسعود بارزاني د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر ته ويلي، د کردانو پېشمرګه ځواکونو د موصل د شمال ختيځ په ٢٤ کيلو مترۍ کې پر ستراتيژيک ښارګوټي بعشيقه هم ولکه ټينګه کړې ده.