عظیمي: افغانستان کې د مخدره موادو توليد ۴۳ سلنه زيات شوى

د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزيره وايي، روان ميلادي کال په افغانستان کې د مخدره موادو توليد درې څلوېښت فيصده زيات شوى وى.

سلامت عظيمي نن په کابل کې په يوه غونډه کې وويل، روان ميلادي کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت ١٠ فيصده زيات و:

"د سيمې او له نورو هېوادونو غوښتنه کوو، د مخدره موادو د له منځه وړلو په برخه کې له افغانستان سره هراړخيزه همکاري وکړي."

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې اداره وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زياتېدو يو علت د دغه کښت په وړاندې د مبارزې له عملياتو د نړيوالې ټولنې د ملاتړ کمېدل دي.