عراقي ځواکونه د موصل پر لوري د پرمختګ په حال کې دي

عراقي ځواکونه د موصل ښار پر لوري د پرمختګ په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې چې د داعش وسلوالو د عراق د لوېديځ ولايت انبار پر يوه ښارګوټي حمله کړې، چې د موصل له عملياتو د خلکو پام بلې خوا ته واړوي.

بل خوا د کردانو پېشمرګه ځواکونه د موصل په شمال ختيځ کې تازه بريدونه پيل کړي دي. موصل د داعش وروستى مهم مرکز ګڼل کېږي.

د موصل د بېرته نيولو لپاره عمليات تېره اوونۍ پيل شول، چې پېشمرګه ځواکونه د شمال او ختيځ، دغه راز د عراق دولتي ځواکونه له جنوبي استقامت نه د ښار پر لوري د پرمختګ په حال کې دي.

کرد ځواکونه وايي دوى موصل ته نژدې پروت، بعشيقه ښارګوټى نن د داعش له وسلوالو ونيوه.

دغو پوځيانو پرون برتيلا کلى هم له داعش وسلوال تصفيه کړ. د برتيلا يوه امام ملا عثمان د چين مرکزي ټلويزيون ته وويل:

"داعش ډله د اسلام په نامه راغلې وه، خو زموږ جوماتونه يې منفجر کړل او زموږ پر وروڼو يې حمله وکړه. دوى د اسلام استازيتوب نه کوي. داعش زموږ دښمن دى، ځکه دلته راغلي يو چې له سرتېرو خپله خوښي او ملاتړ څرګند کړو."

دا په داسې حال کې ده چې سخت دريځو وسلوالو په لوېديځ ولايت انبار کې پر رتبه ښارګوټي حمله کړې ده. دغه ښارګوټى څلور مياشتې مخکى تصفيه شوى و.