جاپان کې يوه ۷۲ کلن متقاعد سرتېري ځان ته چاودنه ورکړې

په جاپان کې يوه دو اويا کلن متقاعد سرتېري په يوه پارک کې ځان منفجر کړى چې په نتيجه کې يې دى خپله وژل شوى او درې نور کسان ټپيان شوي دي.

د جاپان د دولتي ټلويزيون NHK د راپور له مخې په اوڅونوميا ښار کې دا ظاهراً د ځانوژنې پېښه وه.

تر چاودنې څو ثانيې وروسته په ساحه کې اور بل شو او له هغه ځايه لوګي پورته کېدل.

يوه عيني شاهد موتوي چيرو ساکوراى ځايي ټلويزيون نينون ته وويل:

"دا غټه او غيرمعمولي چاودنه وه. د پېښې له ساحې اور او لوګي پورته کېدل، دې چاودنې ټوله سيمه ولړزوله."

پوليسو د دغه سړي په لاس ليکل شوى ليک موندلى دى.

که څه هم په جاپان کې په وروستيو کلونو کې ځانوژنې کمې شوي، خو د نړۍ په کچه په دغه هېواد کې بيا هم د ځانوژنې زياتې پېښې کېږي.

د اقتصادي او نورو ستونزو له کبله په جاپان کې هر کال ٣٠زره کسان ځانوژنه کوي.