کابل یوه افغان د میوو او سبزیو وچونکی ماشین جوړ کړی

په کابل یوه افغان د ۱۶۰زره افغانیو په لګښت د میوو او سبزیو وچونکی یو ماشین جوړ کړی دی.

عبدالغفار ساتکزي نن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دغه ماشین له تېر یو نیم کال راهیسې کال روان وو چې په ورځ کې د ۴۲ کیلو میوو او سبزیو د وچولو توان لري.

نوموړی وایي، دغه ماشین یې ځکه جوړ کړی څو په هېواد کې د تازه میوې او سبزیو له خرابوالي څخه مخنیوي وشي.

ښاغلي ستانکزی وايي، هڅه کوي چې په راتلونکې کې د تازه میوې او سبزیو داسې یو وچونکی ماشین جوړ کړی چې په ورځ کې د ۷۰۰ کیلو میوو د وچولو توان ولري.