د عراق پارلمان د الکولي مشروباتو پر خرڅلاو، وارداتو او توليد د بنديز په پلوي رايه ورکړه.
دغه نوى قانون ښايي بانفوذه اسلامي ګوندونه خوشحاله خو د غيرمسلمان اقليتونو ځينې ډلې خوابدي کړي.
د دغه بنديز پلويانو پرون د رايې اچونې په درشل کې وويل چې د عراق اساسي قانون دغه بنديز توجيه کړى او د هر هغه قانون مخالفت کوي، چې د اسلام له اساساتو سره په ټکر کې وي.
خو ځينو مخالفانو استدلال وکړ چې دغه تازه قانون د هغو ضمانتونو خلاف دى چې د مذهبي اقليتونو د دود-دستور د خوندي کولو لپاره په اساسي قانون کې درج شوي دي.
پارلمان کې د عيسويانو يوه استازي يونادام کانا ژمنه وکړه چې په فډرال محکمه کې به د دغه قانون په باب د اپيل غوښتنه وکړي.