يلديريم: ترکیه تياره ده د عراق په اړه ځيني عملي ګامونه واخلي

د ترکيې صدراعظم بن علي يلديريم وايي، هېواد يې تيار دى د عراق په شمال کې د روانو پوځي عملياتو په تړاو ځيني عملي ګامونه واخلي.

ده وويل انقره، د موصُل په جګړه کې د کرد او شيعه ملېشه جنګياليو د رول په باب د عراقي او امريکايي چارواکو له ژمنو راضي نه ده.

د ترکيې صدراعظم د ترکيې د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل، که اړتيا وي ترکيه ښايي د عراق په مسئله کې عملي اقدام وکړي:

"د تروريستي ګواښونو په وړاندې ترکيه لاس تر زنې نه شي کښېنستاى، ګڼ کسان ښايي له عراق څخه کډوال شي، ښايي په سيمه کې فرقوي شخړې او عامه وژنې وشي. که چېرې اړتيا وه، موږ به له عملي اقدام څخه ډډه ونه کړو. موږ په دې باب خپل دريځ روښانه کړى او په دې مسئله کې د بل چا مشورې ته اړتيا هم نه لرو."

يلديريم پرون دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د عراق صدراعظم حيدر العبادي له بغداد څخه د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر دا غوښتنه رد کړه، چې ويلي يې وو: له داعش وسلوالو د عراق د شمالي ښار موصل د بېرته نيولو لپاره دې د ترکيې ځواکونو ته هم يو رول ورکړل شي.

د عراق صدراعظم وويل: دا داسې مسئله ده چې عراق يې بايد غم وخوري، موصل او نورې ساحې به د عراقيانو له خوا ازادېږي.