د سوريې حلب د ختيځ په ځينو ساحو کې نښتې روانې دي

د سوريې د محاصره شوي ښار حلب د ختيځ په ځينو ساحو کې چې د ياغيانو تر ولکې لاندې دي، نن هم نښتې روانې دي.

تر دې يوه ورځ مخکې د سوريې او د هغې د متحدې، روسيې له خوا هغه اعلان شوى دواويا ساعته اوربند چې د بشري مرستو د رسونې لپاره نافذ شوى و، پايته ورسېد.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار اداره وايي، تر درې ورځنۍ وقفې وروسته د روسيې او سوريې د جنګي الوتکو هوايي حملې بيا پيل شوې دي.

دغې ډلې ويلي، په حلب کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې هم ځمکني ځواکونه په جګړه بوخت دي او په دغو نښتو کې په پراخه پيمانه د توپونو ډزې هم شوې دي.

د حلب پر ځينو برخو دولتي ځواکونه او پر ځينو نورو برخو د حکومت سياسي مخالفان کنټرول لري.

روسيې له پنج شنبې راهيسې د بشري مرستو د لېږد لپاره د شخړو درولو اعلان وکړ، د سوريې پوځ د خلکو د وتلو لپاره اته لارې پرانيستې وې، خو ويل کېږي لږ خلک وتوانېدل پر دغو لارو له حلب څخه ووځي.

په سلګونو زره نور کسان لا هم په حلب کې راګير پاتې دي.