د افغانستان د مالیې وزیر وايي چې وزارتونه په دې نهدي توانیدلي چې ۶۵ سلنه پراختيايي بودیجه مصرف کړي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن د مشرانو جرګې غونډې ته وویل، په داسې حال کې چې د مالي کال پای ته دوه میاشتې پاتې دي په دومره لویه پیمانه د بودیجې نه مصرف د تأسف خبره ده.
ښاغلي حکیمي وویل، کوم وزارتونه چې نهشي کولای تخصیص شوې بودیجې مصرف کړي باید په اړه یې تصمیم ونیول شي.
د مالیې وزیر د پراختیايي بودیجې د نه مصرف په اړه دا څرګندونې په داسې حال کوي چې وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړو د بودیجې د نه مصرف له کبله پر ځینو وزارتونو انتقادونه کړي وو.