چین افغانستان سره د ټرانسپورټي الوتکو مرسته کوي

چین د افغانستان دفاع وزارت سره د ټرانسپورټي الوتکو مرسته کوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې دغه دوه الوتکې به ډېر ژر چین د دوی په واک ورکړي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د چین له لوري مرسته کیدونکې الوتکې پوځي نه دي خو دوی به د لېږد رالېږد په برخه کې ترې مؤثره استفاده وکړي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"چین ژمنه کړې چې دوه ټرانسپورټي الوتکې د افغانستان دفاع وزارت ته ورکړي او له دغه الوتکو به د دفاع وزارت د پلاوو په لېږد رالېږد کې ګټه واخېستل شي."

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې چین د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې د مرستو د دوام ژمنه هم کړې ده.