د بامیان سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یو فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله شپږ تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي.
د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد علی ازادي راډیو وویل چې یاده پېښه تېر ماښام د ورس ولسوالۍ په سرخ جوی سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بامیان سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سړکونو د خرابوالي له کبله وخت ناوخت دا ډول پېښې رامنځته کېږي.