د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، هېڅ هېواد نهشي کولای چې د طالبانو په ګډون له هغو ډلو ملاتړ وکړي چې د خلکو په وینو یې لاسونه سره دي.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل، د خلکو غوښتنه دا ده چې یادې ډلې منزوي پاتې شي او په پاکستان کې یې د تمویل مرکزونه لهمنځه یوړل شي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه:
"زموږ باور دا دی چې د روسیې او ایران په ګډون به په سیمه کې هیڅ هېواد له دغه ډلو ملاتړ وکړي او دغه ډلې منزوي دي او دا ډولې د افغانستان د ښمنې ډلې دي."
دا څرګندونې له هغې وروسته کیږي چې ایران او روسيې سره د طالبانو د اړیکو په اړه یو شمېر رپوټونه خپاره شوي دي.
افغان کارپوهان ایران ته د ملا منصور تګ او د طالبانو په اړه د ځینو روسي چارواکو څرکندونې د دوی ترمنځ د اړیکو ښه ثبوت بولي.