د عراق له شماله راپورونه وايي، د عراق حکومتي ځواکونه د شمال له لوري له موصل ښاره دباندې وروستي کلي ته ننوتي دي.
ویل کېږي چې د عراق د پوځ سرتېري نن سهار وختي د موصل ښار د شمال په پنځه کیلومترۍ کې (تل کیف) کلي ته ننوتل.
د اسلامي دولت یا داعش د سختدریځو پر ضد په جګړه کې عراقي يوځیانو دا پرمختګ وروسته له دې وکړ چې دوی پرون د موصل د ختیځ په ۱۲ کیلومترۍ کې د حمدیې ښارګی ونیوه.
مخکې تر دې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې داعش حمدیه ښار ونیسي، د دغه ښار اکثره اوسېدونکي مسیحيان وو.