د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر پرون په موصل کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د پراخو عملیاتو د څارنې په هدف بغداد ته سفر وکړ.
اشټون کارټر بغداد کې رسنیو ته وویل چې اوس دا یوازې دفاعي او یا د عراق عملیات نهدي دا د سولې د ګټلو په هدف مبارزه ده.
ښاغلي کارټر خبریالانو ته تر وینا مخکې د عراق له صدراعظم حیدرالعبادي سره هم وکتل او ډاډ یې ورکړ چې امریکا او نړیواله ټولنه له عراق سره همکارۍ ته ولاړه ده.
ښاغلي کارټر زیاته کړه:
"زه تاسو ته نن بیا ډاډ درکوم چې هر یو هېواد د عراق د حاکمیت په خاطر لاس په کار شوی دی. دا د نړیوال ائتلاف اصول دي."
د امریکا متحده ایالتو دفاع وزیر د موصل د بیا نیولو لپاره روان عملیات ډېر بریالي وبلل.
عراقي پوځیانو چې پهکې شیعه عسکر او کُردي پېشمرګه تر نورو مخکې روان دي د نړیوال ائتلاف په خاصه توګه د امریکا د هوايي ځواک په مرسته د موصل ښار د بیا نیولو لپاره پنځه ورځې مخکې عملیات پيل کړل.
موصل چې د عراق تر ټولو دوهم لوی ستراتیژيک ښار دی له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په لاس کې دی.