د هلمند والي حیاتالله حیات وايي، د یو لړ پراخو عملیاتو په نتیجه کې د لښکرګاه ښار له امنیتي ګواښونو خوندي شوی دی.
ښاغلي حیات پرون شپه ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات د قهر میوند په نوم د لښکرګاه په شاوخوا سیمو او ځینو ولسوالیو کې پیل شوي چې په نتیجه کې یې ډېر تلفات وسلهوالو مخالفینو ته اړولي دي.
ښاغلي حیات زیاته کړه:
"په دا دوو ورځو کې یوازې پرون ۵۰ تنه ډېر دښمنان وژل شوي دي. نن هم ۴۱ نه زیات وسلهوال مخالفین وژل شوي دي. دا عملیات مختلفې برخې لري. هوايي ځواک هم حملې کوي او ان د دوی ځیني مرکزونه په ولسوالیو کې په نښه کوي."
ښاغلي حیات ډاډ ورکړ چې افغان سرتېري د پرمختګ په حال کې دي او اجازه نهورکوي چې خوندي شوې سیمې یو ځل بیا د حملو له ګواښ سره مخ شي.
هلمند کې دا عملیات په داسې حال کې پیل شوي چې د سیمهییزو چارواکو په خبره وسلهوالو مخالفینو په تېرو څو اوونیو کې لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.