د ملګرو ملتونو په یوه څېړنه کې معلومه شوه چې د سوریې حکومتي ځواکونه په هغه هېواد کې د دریمې کیمیاوي حملې مسؤل و.
د دغه برید په اړه یو راپور پرون د ملګرو ملتونو سازمان، د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوی وو.
په هغه راپور کې د سوریې حکومت تورن شوی وو چې د مارچ په ۱۶ نېټه په ادلیب کې د کلورین ګاز څخه استفاده شوې وه.
د ملګرو ملتونو سازمان په اګست میاشت کې هم د سوریې رژیم په هغه هېواد کې د دوو نورو هغو حملو په ترسره کولو تورن کړ چې کلورین ګاز پکې کارول شوي وو.
انګېرنه دا ده چې ښایي دغه راپور د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې روسیه او چین د دغې شورا د دریو نورو دایمي غړو لکه امریکا، بریتانیا او فرانسې په وړاندې ودروي.