ایران وايي د عراق له کرکوک ښاره یې خپل کارګران ایستلي

ایران وایي، د عراق په کرکوک ښار کې د پروني برید وروسته یې له هغه ښاره خپل ټول تخنیک کاران او کارګران بیرته ورغوښتي دي.

دا خونړی برید پرون د عراق په شمالي ښار کرکوک کې د اسلامي دولت ډلې لخوا وشو چې د څلورو ایرانیانو په ګډون لسګونه کسان پکې ووژل شوه.

راپورونه ښیې چې برید له ښاره دباندې د برېښنا د تولید پر یوې دستګاه وشو، د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا برید په کلکه غندلی دی.

د عراق په سلیمانیه ښار کې د ایران قونسل سعدالله مسعودیان د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ته وویل چې ټول ایراني تخنیک کاران بېرته خپل هېواد ته لېږل شوي دي.

مسعودیان زیاتوي په پروني برید کې څلور ایرانیان ټپیان شوي دي.

کرکوک د تېلو اړخه یو بډایه ښار دی چې د بغداد شمال ته په ۲۹۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د عراق د دوهم لوی ښار موصل جنوب ختیځ ته په ۱۷۰ کیلومترۍ کې پروت دی.