عراقي ځواکونو د موصل ښار د بېرته نیولو عملیاتو په ترڅ کې پر حمدانیه ښار چې تر ډېره مسیحیان پکې مېشت دي حمله کړې.
دغه ښار د ۲۰۱۴ کال راهیسي د اسلامي دولت ډلې په کنټرول کې دی.
دغه ځواکونه د همدانیه ښار مرکز ته رسېدلي دي او د راپورونو پر اساس هلته یې د عراق بیرغونه پورته کړل.
دا ښار د موصل په شل کیلومترۍ کې موقعیت لري.