د مالیې وزیر: د نړیوالو مرستو جلبولو لپاره هڅې کو

د افغانستان د مالیې وزیر وایې افغان دولت ژمن دی چې د بروکسل کنفرانس لاسته راوړنې به ساتي او د نړیوالو مرستو جلبولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

اکلیل حکیمي دا خبرې نن د بروکسل کنفرانس لاسته راوړنو او د تطبیقي پلان په اړه د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته وکړې.

نوموړي وویل چې نړیوالې مرستې به په ملي پروګرامونو او ملي پروژو د افغانستان د خلکو د اقتصادي حالت د ښه والي لپاره په مؤثر ډول ولګول شي.

نړیوالې ټولنې د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ میلادی کاله د ۱۵.۲ ملیارده ډالرو د مرستی ژمنه وکړه.