صدیقي: د وسلو جواز سیستم پر اصلاح کار روان دی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وسلو د جواز ورکولو سیستم پر اصلاح کار کوي ترڅو د غیر قانوني وسلو مخه ونیسي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډيو ته وویل چې د غیر قانوني وسلو شتون یوه جدي ستونزه ده خو په وینا یې په دې برخه کې به ډېر ژر اقدام وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې د غیر قانوني وسلو کارول په ډېرو مواردو کې ستونزې جوړې او د خلکو اندیښنې یې را پارولي دي.