د ارزګان چورې ولسوالۍ سقوط په اړه اندېښنې

د ارزګان سېمه ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت چوره ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ ده.

د چورې ولسوال عبدالخالق نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پیل کړل.

نوموړي وویل چې د دغې ولسوالۍ نږدې پوستو سقوط کړی او اوس د ولسوالۍ په مرکز کې جګړه روانه ده.

دوی وایي، که تازه د مې سرتېري سیمې ته ونه رسېږي ممکن ولسوالي سقوط وکړي.