چارواکي: افغان پوځ د لښکرګاه ۲ امنیتي حوزه کې پرمختګ کړی

د هلمند امنیتي مسؤلین وايي، تېره شپه يې د لښکرګاه ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې درې کیلو متره پرمختګ کړی او ګڼ وسله والو مخالفینو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د هلمند د ملي امنیت لومړي مرستیال ډګروال میرحمزه وویل له تېرو دو شپو را په دېخوا يې پر وسله والو مخالفینو تعرضي بریدونه پیل کړي دي.

نوموړي وویل، تېره شپه يې په همدي سیمه کې د ملي امنیت تر څنګ پولیسو او ضربتي ځواکونو پرمختګ کړی دی، ۲۲ وسله وال وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره چې په دې جګړه کې یو پولیس او یو تن د ملي امنیت سرتېري د ماین په چاودنه کې ټپیان شوي دي.

په همدي سیمه کې د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال ګلي خان وویل،دوه شپې وړاندي د دولت وسله وال مخالفین د بیټو. ون «B2_1» د رهایشي نمرو په سیمه کې وو، خو اوس يې د سره ګډور په لوري په شاه تمبولي دي.

هغه زیاته کړه، د وسله والو طالبانو په وړاندې به دغه تعرضونه دوام وکړي، څو له ښار د بریدونو او ګواښونو احتمالات کم او امنیتي کمربند په پخواني استقامت باندې جوړ کړل شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.