د ارزګان د مرکز ترینکوټ په سجاول سېمه کې د ملي اردو یوه قرارګاه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادم زوي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه قرارګاه تېره شپه د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ له یوې سختې جګړې وروسته وسله والو طالبانو نیولې ده.
نوموړي وویل چې په دې نښته کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي نهه ټپیان او شپږ نور لادرکه دي.
د ارزګان امنیتي چارواکوتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې دوه شپې وړاندې هم د ارزګان په د هراود ولسوالۍ کې وسله والو په یوې پوستې برید کړی و.
وسله والو طالبانو بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له اوږدې محاصرې وروسته دغه قرارګاه د دوې لاسته ورغلې یولس سرتېري یې وژلي او د قوماندان شمیم په ګډون ۱۲نور سرتېري یې نیولې دي.