کامه وال: کندز کې هوايي بریدونو ۱۴ وسله وال طالبان وژلي

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، د ناټو د غوڅ ماموریت هوايي ځواکونو تېره شپه د ښار شاوخوا سیمو کې برېدونه کړي چې په پاله کې ۱۹ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کندز د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان لوی پاسوال شېرعزیز کامه وال ازادي راډیو ته وویل چې دغه هوايي عملیات تېره شپه ددې ولایت د مرکز اړوند د شنیوارو، خزانیو او زاخیلو په سیمو کې تر سره شوي چې په نتیجه کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو ۳ تنه مهم قوماندان انس، قوماندان پهلوان او قوماندان شیخک هم شامل دي.

د ښاغلي کامله په وینا چې په دې هوايي برېد کې ۵ تنه وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دی خو زیاته یې کړه چې په یادو بریدونو کې ملکي کسانو ته زیان نه دی رسېدلی.

خو تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي.