د م.م امنیت شورا حلب کې د بریدونو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د سوریې په حلب کې د خونړیو بریدونو په اړه د ځانګړو څېړنو غوښتنه کړې.

دا غوښتنه د دې شورا په هغه پریکړه لیک کې شوې چې په کې د سوریې پر حکومت سخت انتقادونه شوي دي.

د پریکړه لیک په متن کې چې بریتانیې وړاندې کړی و، په مکرر ډول د بشار الاسد د رژیم هغه عملیات غندل شوي چې له یاغیانو څخه یې د حلب د ښار د ختیځ د بېرته نیولو لپاره پیل کړي.

په پریکړه لیک کې په سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والو او نورو سخت دریځو ډلو له خوا د ترهګرو فعالیتونو په اړه هم خبرداری ورکړل شوی دی.

روسیه چې د حلب په عملیاتو کې د اسد د رژیم پیاوړی ملاتړی هېواد دی دا پریکړه لیک یې غندلی دی.

د سوریې په اړه دا پریکړه لیک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د رایو په اکثریت تصویب کړی.

په پریکړه لیک کې د سوریې په اړه د ملګرو ملتونو د څېړونکي کمېسیون څخه غوښتل شوي چې د حلب د پېښو په اړه دې پراخې، خپلواکې او ځانګړې څېړنې وکړي او هغه افراد دې چې د بشري حقونو د جدي سرغړاویو مسؤل دي معلوم کړي.