ترکیه او عراق د عملیاتو په اړه امتحاني موافقې ته رسېدلي

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارټر وايي، ترکیه او عراق یو داسې امتحاني موافقې ته رسېدلي چې له مخې یې ترکي ځواکونو ته اجازه ورکول کېږي چې د داعش له وسله والې ډلې څخه د موصل د ښار د نیولو په عملیاتو کې برخه واخلي.

کارټر په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان، د دې هېواد له صدراعظم بینالي یلدریم او د دفاع له وزیر فکري ایشق سره تر کتنې وروسته وویل د دې موافقې پر جزئیاتو لا هم باید کار وشي او بغداد یې باید پر نهايي توګه تایید کړي.

خو نوموړي ویلي عراق پر دې پوهېدلی چې ترکیه باید په عراق کې د داعش پر ضد عملیاتو کې رول ولري.

د موصل په شمال کې د باشیقه په پوځي اډه کې د ترکي ځواکونو د موجودیت له کبله په وروستیو میاشتو کې د ترکیې او عراق اړیکې ترینګلې شوي دي.

عراقي چارواکو غوښتنه کړې چې ترکي ځواکونه دې له عراق څخه ووځي خو ترکیې دا غوښتنې رد کړي او وايي، د دوی ځواکونو څخه غوښتل شوي چې عراق ته ورشي او هغه سرتېري وروزي چې د داعش خلاف جګړه کوي.

کارټر وايي، واشینګټن هم د موصل په عملیاتو کې د ترکیې د رول ملاتړ کوي.