په پروان ولایت کې د هغې پروژې کار پیل شوی چې د سالنګ د سیند اوبه د نل لیکې په وسیله د چاریکارو ښار ته رسوي.
د پروان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس عبدالواسع عزیزي وايي چې پر دې پروژې ۶۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې د اوبو پر یوې زخیرې یې کار پیل کړی چې د ده په وینا تر یولس زرو زیاتو کورنیو ته اوبه برابرولې شي.
د عبدالواسع عزیزي په وینا دا پروژه به د پروان د خلکو د اوبو د کموالي ستونزه په سلو کې اتیا هواره کړي.
خو د پروان ولایت یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو سره خبرو کې اندېښنه ښودلې چې په ادارو او قراردادونو کې د شته فساد له کبله به د دې پروژې پیسې شخصي جیبونو ته ولاړې شي.
دوی له حکومت څخه د دې لویې پروژې پر کار د کلک څار غوښتنه کړې.