ځواک: د لښکرګاه بولان کې ۲۲ وسله وال مخالفین وژل شوي

د هلمند چارواکي وايي تېره شپه د لښکرګاه په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په پوځي عملياتو کې تر ٢٠ زيات وسله وال وژل شوي دي.

دغه عمليات د افغانستان ځانګړو او هوايي ځواکونو په بولان سيمه کې کړي دي.

د والي وياند عمر ځواک ازادي راډيو ته وويل په وژل شويو کې د وسله والو مخالفانو يو قوماندان هم شامل دى:

"په هغو ځايونو کې چې وسله وال مخالفان وو، پر هغوى بريدونه وشول، دښمن غوښتل په ځينو ساحو کې مخکې راشي او هلته ماينونه ښخ کړي، هغه ساحې هم په نښه شوې دي، د يوه قوماندان په ګډون ٢٢ مخالفان له منځه تللي دي، هغو ساحو کې اوس کومانډويي او نور ځواکونه پراته دي."

ويل شوي چې په دغو عملياتو کې اووه تنه دولت-ضد وسله وال ټپيان شوي هم دي.

په وروستيو کې د هلمند د مرکز لښکرګاه په مربوطاتو کې جګړې شوي چې په نتيجه کې يې ګڼې کورنۍ مجبوره شوي له خپلو سيمو نورو ځايونو ته کډه وکړي.