سخت دريځو وسله والو د عراق د شمال په کرکوک ښار کې پر ځينو دولتي تاسيساتو حمله وکړه.
امنيتي چارواکو نن وويل، حمله کوونکو چې د ځانمرګو واسکټونه اغوستي وو، د پوليسو پر مرکزونو او پوستو حمله وکړه.
عيني شاهدان وايي په ښار کې سهار وختي د څو چاودنو او ډزو ږغونه هم اورېدل شوي دي.
د کرکوک والي نجم الدين کريم ويلي چې وسله وال نه دي توانېدلي کومه دولتي ودانۍ ونيسي.
د دې حملې مسؤليت د اسلامي دولت ډلې يا داعش منلى دى.
په دې حمله کې د تلفاتو په اړه راپور نه دى ورکړل شوى.
دا بريد په داسې حال کې کېږي چې د عراق دولتي او کرد ځواکونو د امريکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف د هوايي حملو په مرسته په موصل ښار کې د داعش د تصفيې په برخه کې پرمختګ کړى دى.