حاجي نانی: روان کال کندهار نه ۵۷۰۰ ټنه انګور صادر شوي

د کندهار د تازه مېوې سوداګر وايي سږکال يې د دوه نيم مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت انګور نورو هېوادونو ته صادر کړي دي.

په کندهار کې د تازه مېوې د ټولنې مشر حاجي ناني ازادي راډيو ته وويل، دوى پنځه زره او اووه سوه ټُنه انګور پاکستان او هندوستان ته صادر کړي دي.

د ده په خبره سږکال د صادراتو په برخه کې دوى ځينې ستونزې هم درلودې:

"سږکال مو پنځه زره او اووه سوه ټُنه انګور صادر کړي چې د ګمرک اسناد يې لرو، په هېواد کې د انګورو بازار خراب و او پاتې هم شول، ځکه چې پاکستان د يوې مياشتې لپاره لار بنده کړې وه."

په کندهار کې د تازه مېوې د ټولنې مشر وايي پاکستان ته له راجسټر پرته هم په زياته پيمانه انګور صادر شوي دي.

حاجي نانى وايي اوس د انګورو صادرات په څو ورځو کې پاى ته رسېږي او له کندهاره نورو هېوادونو ته د انارو صادرات پيل شوي دي.