دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ګډو ځواکونو په پوځي عملياتو کې ٦٦ سخت دريځي وسله وال وژل شوي دي.

د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې راغلي چې په دغو عملياتو کې ٣٠ تنه نور وسله وال ټپيان شوي او ١٨ تنه يې ژوندي نيول شوي دي.

د اعلاميې په حواله دغه عمليات په ننګرهار، غزني، پکتيکا، پکتيا، کندهار، ارزګان، غور، هرات، فراه او نورو ولايتونو کې شوي دي.

ويل شوي چې په وژل شويو کې د سخت دريځو وسله والو قوماندانان هم شامل دي.

اعلاميه زياتوي، په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.

دفاع وزارت وايي په دې موده کې د ملي اردو ۵ سرتېري هم وژل شوي دي.