د فراه ولايت چارواکي وايي د وروستيو ناامنيو له کبله څه باندې ٩زره کورنۍ له خپلو سيمو بېځايه شوي دي.
د فراه د کډوالو رئيس رحم الدين ريګيوال ازادي راډيو ته وويل چې له دې جملې څه باندې ٤ زره کورنۍ هرات او نيمروز ته کډه شوي دي:
"٣٣٠٠ کورنۍ هرات ته تللي، ٩٢٠ نورې کورنۍ نيمروز ته کډه شوې دي، شا و خوا ٥٠٠٠ کورنۍ په فراه کې دننه له څو کليو نورو سيمو ته بېځايه شوي دي."
د فراه د کډوالو رئيس وايي دوى د بېځايه شويو کورنيو سروې پيل کړې چې تر بشپړېدو وروسته به ورسره د افغان دولت او بهرنيو ادارو له خوا لازمې مرستې پيل شي.
روانه مياشت وسله والو د فراه ولايت په مرکز کې ځينې بريدونه وکړل چې جګړو يې څو ورځې دوام وکړ.
په دې جګړه کې د ملکي تلفاتو خبر هم ورکړل شوى دى.