روسيې د مسکو لپاره د بلجيم سفير احضار کړ.
دغه سفير د مسکو د هغې لانجمنې ادعا په تړاو احضار شوى چې په کې ويل شوي، د بلجيم جنګي الوتکو په سوريه کې ځينې کليوال وژلي دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا وويل، د بلجيم سفير «الکس وان ميو وين» نن دغه وزارت ته احضار کړاى شوى و.
د روسيې دفاع وزارت وايي د رادار په مرسته ترلاسه شوي شواهد ښيي چې د بلجيم ايف شپاړس ډوله جټ الوتکو د سوريې او ترکيې سرحد ته نږدې د سې شنبې په ورځ د کردانو يو کلى بمبار کړى او شپږ ملکيان يې وژلي؛ څلور نور يې ټپيان کړي دي.
خو د بلجيم دفاع وزارت دغه اسناد رد کړي او بېخي يې بې اساسه بللي دي.
د دې پېښې په تړاو بلجيم هم د بروکسل لپاره د روسيې سفير احضار کړى دى.