د ترکيې پوځ وايي د ترکيې په جنوب ختيځ او د عراق په شمال کې يې په هوايي حملو کې ١٨ کرد جنګيالي وژلي دي.
د ترکيې پوځ وايي د کردانو د کارګر ګوند يا PKK ١٢ غړي نن د ترکيې د «حکاري» ولايت په چقرجه سيمه کې چې د عراق پولې ته څېرمه پرته ده، له منځه وړي دي.
د پوځ په خبره د عراق په شمال کې يې په هوايي حمله چې په «اواشين بسيان» سيمه کې شوې، د PKK شپږ نور جنګيالي وژل شوي او څلور اهداف په نښه شوي دي.
د ترکيې پوځ وايي په جلا پېښه کې يې د سوريې په شمال کې د داعش ډلې او د کردانو د ولسي قطو د وسلوالو پر ٤٠ اهدافو حملې کړې دي.
د سوريې پوځ د ترکيې دغه بمباري د تهاجم يو ناوړه عمل بللى او خبردارى يې ورکړى چې د ترکيې هره هغه جنګي الوتکه به نسکوره کړي چې د سوريې قلمرو ته ننوځي.