ځدراڼ: د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ کې پوځي عملیات پيل شوي

د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو عمليات پيل شوي دي.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ وايي، دوی دغه عمليات په سيمه کې د وسله والو د تصفيې په موخه پيل کړي او تر هغو به دوام ولري، څو پورې په دغه ولسوالۍ کې د وسله والو پټنځايونه له منځه يوسي.

د ده په خبره له تېرې ماښام راهيسې چې عمليات پيل شوي دي، ډېر شمېر وسله وال يې ټپيان کړي او پينځه يې وژلي دي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه لا هم رسنيو ته څه نه دي ويلي.